ګلبدین حکمتیار د شهید حقاني کورنۍ سره د خواخوږۍ په موخه پکتیا ته تللی
پخوانی جهادي رهبر ګلبدین حکمتیار د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني سره د غمشریکي او خواخوږۍ او د شهید خلیل الرحمن حقاني فاتحه کې د ګډون لپاره پکتیا ولایت ته سفر کړی دی.
نشر شويو انځورونو کې ښکاري، چې حکمتیار د خپلو څو نورو ملګرو سره یوځای د پکتیا ولایت ګردې څېړۍ ولسوالۍ ته تللی دی.
د یادونې ده، چې د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر شهید خلیل الرحمن حقاني د تېرې چهارشنبې په ورځ د وزارت انګړ کې په یوه برید کې په شهادت ورسېد او د پکتیا ولایت ګردې څېړۍ ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شو.