کابل کې له حربي ښوونځي څخه ۱۶۹ تنه زده کوونکي فارغ شول
د حضرت ابو عبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون اړوند له حضرت سعد بن ابي وقاص رضی الله عنه حربي ښوونځي څخه ۱۶۹ زده کوونکي له درې کلنو مسلکي او علمي زده کړو فارغ شول.
ملي دفاع وزارت یې په تړاو ویلي، د دغه ښوونځي ۸۶ یمې دورې څخه فارغ شوي زده کوونکي د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
د تعلیماتو او پرسونل معینیت مرستیال مولوي بازمحمد حمیدي مراسمو کې زده کوونکو ته ویلي، شخصي تعصبات له منځه یوسئ او هر څه د الله ج د خوښۍ لپاره ترسره کړئ.
دیادونې وړ ده، چې فارغ شوي زدهکوونکي به د کانکور ازموینې له لارې د حضرت ابو عبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون بېلابیلو پوهنځیو ته د نورو مسلکي زده کړو لپاره جذب شي.