غزه کې هره ورځ ۱۳۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوړي
انادولو ترکي اژانس د فلسطین روغتیا وزارت له قوله خبر ورکړی، چې له تېرو ۱۵ ورځو د صهیونیست رژیم په هوايي بریدونو او ډزو کې ۵۵۶ کسان شهیدان او ۱۵۱۱ نور ټپيان شوي دي.
همدې شمېرو ته په کتو هره ورځ اسرائیلي اشغالګر ځواکونه په غزه کې ۱۳۸ کسانو ته مرګ ژوبله اړوي، په داسې حال کې چې دا بریدونه د تېر په پرتله راکم شوي هم دي.
سرچېنې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د صهیونیست رژیم بریدونو تلفات راټول کړي چې ۱۹ تنه په کې شهیدان او ۶۹ نور یې ټپیان کړي دي.
یاده دې وي، چې نن پنجشنبې د قوس ۲۲ مه، د صهیونېست ځواکونو له لوري په غزه کې د سختو بمباریو او ځمکني عملیاتو ۴۳۳ ورځ ده چې په دغو جګړو کې د اسرائیلو له لوري تر دې دمه ۴۴ زره ۸۰۵ تنه شهیدان او ۱۰۶ زره ۲۵۷ نور ټپیان دي چې له ډلې ۷۰ سلنه ماشومان او ښځې دي.