د الحاج خلیل الرحمن حقاني شهادت ته نړېوال غبرګونونه
د افغانستان د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني شهادت نړېوال غبرګونونه راپارولي دي.
قطر، سعودي عربستان، ایران، ترکیې، ترکمنستان، پاکستان او د اسلامي همکاریو سازمان پر خلیل الرحمن حقاني او ملګرو یې شوی برید په کلکو ټکو غندلی او د نوموړي د شهادت له کبله یې د قربانیانو کورنیو او اسلامي امارت سره خپله غمشریکي ښودلې.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، قطر افغانستان کې د هر ډول تاوتریخوالي، ترهګرۍ، جنایت او سیاسي وژنو مخالف دی.
په ورته مهال ایران او اسلامي همکاریو سازمان هم پر شهید خلیل الرحمن حقاني شوی برید غندلی دی.
په افغانستان کې د سعودي عربستان سفارت هم پر شهید خلیل الرحمن حقاني تېرې ورځې چاودنه غندلې او د هغه له کورنۍ سره یې خواخوږي څرګنده کړې.
کابل کې د سعودي عربستان سفارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، هېواد یې د هر ډول تاوتریخوالي او سخت دریځۍ پر وړاندې د افغانستان د خلکو ملاتړ کوي.
کابل کې د ترکیې سفارت هم په یوې خبرپاڼې کې د کډوالو چارو وزیر شهادت غندلی او یاده پېښه یې ترهګریز برید یاد کړی دی.
له دې سره د تېر حکومت یو شمېر لوړ پوړو چارواکو هم پر خلیل الرحمن حقاني برید غندلی دی.
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر تېره ورځ ماسپښین د وزارت په مسجد کې په یوه برید کې له خپلو څو نورو ملګرو سره یو ځای په شهادت ورسېد.