د بشار د رژیم وروستۍ سلګۍ؛ تازه دوه نور ښارونه نیول شوي!
د سوريې د جهادي او انقلابي ډلو لخوا د ردع العـ.دوان يا يرغل مخنيوي په نوم اعلان شويو عملياتو په ۱۱ ورځ هم پرمختګ دوام لري، تازه يې د سوريې په جنوب کې د دمشق ته څېرمه د درعا او همدارنګه السويداء ښارونه هم نيولي دي.
العربي الجديد تلوېزیون خبر ورکړی چې د پاڅون کوونکو محلي ډلو بېګا شپه د درعا ښار تر خپل کنټرول لاندې راوستلی او د بشار الأسد ځواکونه له ياد ښار وتلي دي.
د خبر له مخې يادو ډلو د اردن او سوريې ترمنځ د نصیب په نوم حدودي سيمه او بندر هم نيولی.
د دې ترڅنګ وال سټرېټ ژورنال ويلي چې بشار الأسد هېواد ترک کړی، خو العربية تلوېزیون له خپلو سرچينو نقل کړي، چې بشار الأسد لا هم په پلازمېنه دمشق کې دی او وضعيت له هماغه ځايه څاري. په دې اړه الجزيرې تلوېزیون بيا ويلي چې د بشار الأسد نږدې اشخاصو ورته د هېواد څخه د وتلو مشوره ورکړې ده.
بل لور ته نيویارک ټایمز ويلي چې ايران هم د خپلو ډيپلوماټانو، پوځي مشاورینو او لوړ پوړو جنرالانو د ويستلو لړۍ پيل کړې ده، ورسره هممهاله روسيې هم ويلي چې د بشار الأسد رژیم د مرستې په پار به ځواکونه ونه لېږي؛ ځکه د بشار ځواکونه میدان پرېږدي او تښتي.
د سوريې جهادي ډلو او پاڅونوالو ۱۰ ورځې وړاندې د ردع العـ.دوان يا یرغل مخنيوي عمليات اعلان او په ناببره ډول يې د سوريې ځيني مهم ښارونه لکه حلب، حماة، ادلب او په دې وروستيو کې د درعا او السويداء ښارونه ونيول او اوسمهال د حمص په مهم ښار شاوخوا سيمو کې جګړې روانې دي.