جوبایډن د معاصر تاریخ «تر ټولو بد ولسمشر» په توګه وپېژندل شو

جوبایډن د معاصر تاریخ «تر ټولو بد ولسمشر» په توګه وپېژندل شو نړۍ
د امریکا ولسمشر جوبایډن

ډيلي میل امریکایي رسنۍ راپور ورکړی، چې د امریکا وګړو په یوه تازه ټولپوښتنه کې جوبایډن د دې هېواد د معاصر تاریخ تر ټولو د بد ولسمشر په توګه ټاکلی دی.

 

دغې ټولپوښتنه کې چې تر زرو زیاتو کسانو په کې ګډون کړی د امریکا ۹ ولسمشرانو ته رایې کارول شوې دي.

 

د دغې ټولپوښتنې پایلې ښيي، چې بایډن تر ټولو بد ولسمشر انتخابولو کې تر جیمي کارتر او ریچارد نیکسون څخه مخکې شوی دی.

 

له بایډن څخه د امریکایي وګړو دغې نارضایتي لامل د نوموړي لوړ عمر، افغانستان کې ماتې او مکسیکو سره د سرحدي ستونزو شتون په ګوته شوی دی.

تړلي موضوعات