د غزې جنګي مجرمین باید محکمه شي!

د غزې جنګي مجرمین باید محکمه شي! نړۍ
انځور ډیزاین حریت راډیو

دا غږ د ملګرو ملتونو یو لوړ پوړي چارواکي یوروګوس کاترونګالوس پورته کړی.

 

کاترو نګالوس د نړیوال نظم په چارو کې د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکی او د یونان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر دی چې نړېوالې محکمې ته یې د نتنیاهو په حاضریدو ټېنګار کړی دی.

 

د ملګرو ملتونو دغه لوړ پوړي چارواکي ویلي، د نتانیاهو په وړاندې د نړیوالې محکمې حکم نه تطبیقول له نړیوال قانون څخه په ښکاره سرغړونه ده.

 

نوموړي انادولو اژانس سره په خبرو کې ویلي، په فلسطین کې د غزې نسل وژونکي جنایتکاران دې مجازات شي.

 

ښاغلي کاترونګالوس د دغې پرېکړې په تأیید سره ویلي، د ۱۹۶۷ کلونو را وروسته د اسرائیلو له لوري د فلسطیني سیمو نیول او دمګړۍ راونه جګړه د نړیوال قانون څخه ښکاره سرغړونه ده.

 

ده همدا راز زیاته کړې، هغه هېوادونه چې د دې پرېکړې په تطبیق کې سرغړونه کوي دا به په جرمونو کې د ګډون په معنا وي.

 

ورته مهال د یو شمېر هېوادونو چارواکو ویلي، یواځینی څه چې موږ په نړیوال قانون کې له بشپړې ګډوډۍ ژغوري هغه د نړیوال قانون عملي کول دي او په دې برخه کې د پرېکړو اجراتو ته غاړه اېښودل یې سوله ییز پرمختګ ته ژمنتیا ده.

 

دا په داسې حال کې ده، چې صهیونېست ځواکونو د نتنیاهو په مشرۍ په غزه کې د نسل وژنې لړۍ تاوده ساتلې او تر دې مهاله یې شاوخوا ۴۵ زره بې ګناه وګړي شهیدان کړي چې له ډ‌لې یې ۷۰ سلنه ماشومان او ښځې دي.


تړلي موضوعات