پر اسرائیلو د یوه فلسطیني مجاهد برید؛ اته تنه ټپیان شوي دي

پر اسرائیلو د یوه فلسطیني مجاهد برید؛ اته تنه ټپیان شوي دي نړۍ
اشغالي فلسطین کې د حماس مجاهد له لوري شوی برید

د اسرائیلو اشغالګر پوځ خبر ورکړی، چې آریل ( اشغال شوي فلسطین) کې د یهود مېشتو ښارګوټي کې په یوه موټر د حماس مجاهد لخوا وسلوال برید شوی، چې ۸ تنه ټپیان شوي دي.

 

اسرائیلي رسنیو د صهیونیستي رژيم پوځ له قوله ویلي، چې د دې پېښې د ډېرو ټپیانو ضعیت نازک دی.

 

اشغالګر پوځ ویلي، چې بریدګر سامر حسین نوم درلود، چې د اسرائیلو رژیم عسکرو له لوري په متقابلو ډزو کې په شهادت رسېدلی دی.

 

بلخوا د دې برید مسؤلیت د حمـ. اس جهادي غورځنګ نظامي څانګې القـ.سام منلی دی.

 

د یادونې وړ ده، چې د تېرې دوشنبې په ورځ هم د غزې شمال کې د القـسام ځواکونو په دوو جلا بريدونو کې شلو تنو اسرائيلي اشغالګرو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

تړلي موضوعات