د تحریر الشام ځواکونو د سوریې حلب نیم ښار نیولی دی
د تحریر الشام جهادي ډلې ځواکونه د سوریې په یو شمېر برخو کې چټک پرمختګ په حال کې دي او تر اوسه یې د سوریې دویم لوی ښار حلب نیمایي تر خپل کنټرول لاندې راوستی دی.
د سوریې د بشري حقونو څارونکو راپور ورکړی، چې د جمعې په ورځ هم د تحریر الشام جهادي ډلې او اسد رژیم نظامیانو ترمنځ جګړه کې د اسد رژیم ۵۹ تنه وژل شوي دي.
د اسد رژیم مخالفان چې حلب کې د پرمختګ په حال کې دي تېره ورځ د یوه زندان په ماتولو هم توانېدلي دي.
د سوریې بشري حقونو سازمان ویلي، تحریر الشام ځواکونو تر اوسه د حلب ښار څو ستراتیژیکو سیمو کنټرول ترلاسه کړی دی.
د تحریر الشام نظامیانو حلب ښار سره نښلېدونکې ټولې لارې تړلې او د دې ښار هوایي ډګر یې هم تر خپل کنټرول لاندې راوستی دی.
د یادونې وړ ده، چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د سوریې جهادي ډلو د تحریرالشام په مشرۍ ګډ پرېکنده نظامي عملیات د بشار الاسد رژیم پر وړاندې د « د یرغل مخنیوی» ردع العـ.دوان په نوم پیل کړه، چې تر دمګړۍ یې د بشار رژیم ته درانه تلفات اړولي او ګڼې ستراتیژیکې سیمې یې ترې نیولې دي.