امریکا په جګړه کې خپل آس چاغوي؛ تازه یې په اسرائیلو د ۶۸۰ میلیونه ډالرو په ارزښت وسلې پلورلې!

امریکا په جګړه کې خپل آس چاغوي؛ تازه یې په اسرائیلو د ۶۸۰ میلیونه ډالرو په ارزښت وسلې پلورلې! نړۍ
انځور ډیزاین حریت راډیو

العربیه فارسي رسنۍ تازه د یوه لوړ پوړي امریکايي چارواکي له قوله ویلي، چې د جوبایډن په مشرۍ امریکا په اسرائیلو د ۶۸۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پرمختللې وسلې پلورلې دي.

 

سرچینې ویلي، د لبنان او اسرائیلو ترمنځ د اوربند له اعلان وروسته د امریکا ولسمشر جوبایډن اسرائیلو سره د زرګونو بمونو او وسلو تړون کړی دی.

 

د دې قرارداد وروسته د اسرائیل هیوم» ورځپاڼې ویلي، وروسته له هغې چې د اسرائیلو او لبنان ترمنځ اوربند اعلان شو امریکا ورسره د پرمختللو وسلو د ورکړې ژمنه وکړه.

 

امریکا چې ظاهراً په نړۍ کې د جګړو د مخنیوي او سوله ییز پرمختګ سیاست شعارونه ورکوي، د تېر کال اکتوبر له اوومې راهېسې یې پر اسرائیلو د څه باندې ۳۰۰ میلیارده ډالرو په ارزښت وسلې او جنګي تجهیزات پلورلي دي.

تړلي موضوعات