پر لبنان د اسرائیلو بریدونو کې تر دې دمه نږدې ۲۰ زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

پر لبنان د اسرائیلو بریدونو کې تر دې دمه نږدې ۲۰ زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده نړۍ
انځور ډیزاین حریت راډیو

الجزیرې په دې اړه ویلي، د نومبر تر ۲۴ مې لبنان کې د اسرائیلو له لوري د سختو جګړو له امله ۳ زره ۷۶۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۶ زره نور ټپیان شوي دي.

 

د سپتمبر تر میاشتې پورې حزب الله د خپلو ۵۰۰ جنګیالیو د وژل کېدو راپور ورکړی و، خو وروسته له هغې یې دغه ارقام له رسنیو سره ندي شریک کړي.

 

د اسرائیلو له لوري لبنان ته د اوښتو زیانونو په تړاو نړیوال بانک په یوه راپور کې ویلي، دغه هېواد ته د ۸ اعشاریه ۵ میلیارده ډالرو په ارزښت د زیانونو اټکل شوی دی، چې له ډلې یې یواځې د  ۹۹۰ ویجاړ شویو کورونو د بیا رغونې لګښت ۳ ملیارد ډالر کیږي.

 

دغه بانک ویلي، د لبنان کرنې ته ۱۲۴میلیون ډالره زیان اوښتی دوی «په اسرائیلو کې تباهي» تر عنوان لاندې لیکلي، د اسرائیلو له لوري د لبنان خصوصي سکټور ته بیا شاوخوا ۱ میلیارد او ۲۷۳ میلیونه ډالره زیان اوښتی دی چې په قصدي ډول تر بریدونو لاندې راغلي دي.

 

یاد بانک زیاته کړې، د لبنان تولیدي توکي د روانو جګړو له امله ۵ اعشاریه ۷ سلنه راټيت شوی دی.

 

د کډوالو نړیوال سازمان IOM) ) ویلي، د اسرائیلو له لوري په لبنان کې پر عامو خلکو د قصدي بریدونو له امله د نومبر تر ۱۸ مې پورې ۸۶۸ زره ډېر کسان کډوالۍ ته اړ شوي دي چې له ډلې ۵۴۰ زرو ډېر  یې بیا سوریې ته پناه وړې ده.

 

دا ارقام وروسته له هغې ورکول کیږي چې نن چهارشنبه د امریکا او فرانسې په منځګړیتوب د اسرائیلو او لبنان ترمنځ عملي اوربند پیل شو.

تړلي موضوعات