پروان کې په یو تن د قذف الهي حکم عملي شو
د افغانستان سترې محکمې په یوه اعلامیه کې ویلي، پروان ولایت کې په یوه تن له دې کبله د قذف الهي حکم تطبیق شو، چې په یو بل کس یې د زنا تور پورې کړی و.
سترې محکمې ویلي، مجرم عیسی خان نومېږي، چې په عبدالرازق نومي کس یې د زنا تور پورې کړی و.
ویل کیږي مدعي د خپلې ادعا د ثبوت لپاره د لازمو اسنادو او شواهدو په وړاندې کولو نه دی توانېدلی، چې تر اړخیزو څېړنو وروسته محکمې د قذف حکم چې ۸۰ دورې کېږي په مجرم صادر کړ.
سترې محکمې همداراز ویلي، دغه حکم د درې ګونو محکمو او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تائید وروسته تطبیق شوی دی.