لبنان کې اوربند او حماس ته ګواښ؛ نتنیاهو وایي، غزه کې به فشارونه زیات کړي
د لبنان حزب الله اواشغالګرو اسرائیلو د امریکا او فرانسې په منځګړیتوب د اوربند په ټینګولو هوکړې ته رسېدلي.
رویټرز خبري اژانس د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له قوله ویلي، حزب الله سره اوربند تېره ورځ د صهیونیستي رژیم د کابینې له لوري تصویب شوی او نن چهارشنبې د لبنان پر وخت د سهار په څلور بجې پیل شو.
د اسرائیلو لومړي وزیر ویلي، دغه اوربند به اسرائیلو ته اجازه ورکړي، چې پر حماس جهادي غورځنګ فشار زیات کړي او اشغالګر پوځ ته د بیا تجهیز فرصت برابروي.
که څه هم د دې اوربند د بشپړې طرحې جزیات نه دي نشر شوي، خو ځینو رسنیو ویلي، د حزب الله ځواکونه د لبنان جنوب کې د لیطاني رود شاوخوا سیمو شاته شوي.
دې هوکړه کې ویل شوي، چې اسرائیل به لبنان کې د اهدافو په نښه کولو او دغه راز حزب الله او نورې وسله والې ډلې به د اسرائیلو پر وړاندې هر ډول یرغلیز عملیات نه کوي.
ویل کیږي دغه اوربند به ۶۰ ورځې دوام وکړي.
د یادونې وړ ده، چې اسرائیلو اشغالګرو پر غزې د یو کلن یرغل، بې ساري تاریخي جنایتونو او عملیاتو باوجود د حماس جهادي غورځنګ د تونلونو په ویجاړولو او د دوی په کمزوري کولو نه دي بریالي شوي او اوسني ګواښونه یې هم شنونکي بې اغېزې ګڼي.