د نړۍ په کچه امریکا د ښځو په قصدي وژنو کې دویم ځای لري

د نړۍ په کچه امریکا د ښځو په قصدي وژنو کې دویم ځای لري نړۍ
د ملګرو ملتونو نړېوال سازمان

د ملګرو ملتونو نړېوال سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي، تېر کال نړۍ کې ۸۵ زره مېرمنې په قصدي ډول وژل شوې چې ۶۰ سلنه پېښو کې ښکېل یې خاوندان او خپلې کورنۍ دي.

 

دغه سازمان په نړۍ کې د ښځو د وضعیت په اړه ویلي، په تېر ۲۰۲۳ کال کې افریقا د ښځو په وژنه کې لومړی مقام درلود او امریکا پکې دویم هېواد دی چې د ښځو وژنې ډېرې پېښې پکې ثبت شوې دي.

 

د سرچینې د معلوماتو پر اساس، په نړۍ کې هره ورځ ۱۴۰ مېرمنې د کورنیو او خپلوانو لخوا وژل کیږي چې ډېره برخه یې غربي او نورو هېوادونو کې ثبت کیږي چې له ډلې یې سږ کال امریکا دویم هېواد دی چې د ښځو قصدي وژنې پکې زیاتې شوې او د ښځو لپاره پکې ژوند کول اندېښمن ښودل شوی دی.

 

رویټرز اژانس په ۱۳۹۷ کال په یوه راپور کې ویلي وو، چې امریکا د ښځو د ځورونې په تېره بیا جنسي ځورونې په برخه کې د نړۍ لسم هېواد وو.

 

د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېريش د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي وروستیو ارقامو ته په کتو ویلي، په دې کچه قصدي وژنې انسانیت شرموي.

 

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا په افغانستان کې د بشر حقونو په ځانګړي توګه د ښځو حقوقو په نوم بېلابېل محدودیتونه وضع کړي، خو خپله د انساني حقوقو په نقض کې لومړي مقام ته نږدې شوی دی.

تړلي موضوعات