امریکا د خپلو ګټو لپاره له پیاوړو متحدینو هم تېریږي!
وروسته له هغې چې برېټانیا، کاناډا، هسپانیا، سویس، هالنډ او بلجیم د نړېوالې محکمې له پرېکړو ملاتړ اعلان کړ، امریکا يې پر ضد توند غبرګون وښود.
نړېوالې جنايي محکمې د اسرائیلو لومړي وزیر نتانیاهو او د هغه دفاع وزیر ګالانټ د نیولو امر کړی او د بریټانیا په ګډون هسپانیا، سویس، هالنډ، کاناډا او بلجیم یې ملاتړ ته چمتووالی ښودلی.
فاکس نیوز د امریکا سناتور لینډسي ګراهام ویډیو کلیپ په خپرېدو سره ویلي، نوموړي خپلو متحدینو ته ګواښ کړی دی، که چېرې دغه هېوادونه د نړېوالې جنايي محکمې د پرېکړې په ملاتړ د نیولو امر پلی کړي دوی به د امریکا له لوري اقتصادي بندیزونو سره مخ شي.
نړېوالې جنايي محکمې تېره اونۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه کسان په منځني ختیځ کې د زرګونو بې ګناه کسانو په وژلو تورن کړي او د نیولو امر یې ورکړی.
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې د دوام په موخه د اسرائیلو ملاتړ کړی او تر دې مهاله یې په غزه او لبنان کې د ټولوژنې په موخه میلیاردونو ډالرو په ارزښت وسلې او مهمات اسرائیلي پوځ ته ورکړي.
د نتانیاهو په مشرۍ په منځني ختیځ کې د روانو وحشتونو په پلي کېدو سره فلسطین کې تر دې مهال څه باندې ۵۵ زره عام وګړي شهیدان او تر خاورو لاندې شوي دي چې له ډلې یې ۷۰ سلنه ماشومان او مېرمنې دي.