کرملین د اوکرایين جګړې کې ښکېلو پوځیانو ته ځانګړي امتیازات ورکوي
کرملین ویلي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره ورځ یو قانون لاسلیک کړ چې له مخې به یې اوکرایين کې جنګېدونکو روسي پوځیانو ته تر ۱۰ میلیونه روبله پورونه وبښل شي.
دغه قانون د روان ۲۰۲۴ کال د ډسمبر میاشتې له لومړۍ نېټې د اجرا وړ دی او هغه کسان چې د قرضونو له کبله تر قانوني تعقیب لاندې وو، نور د پور په ادا کولو مکلف نه دي.
ویل کېږي، چې د دې اقدام هدف د اوکرایين د جګړې په جبهه کې د بشري ځواک زیاتول او روسي سرتېرو ته د همکارۍ روحیه ورکول دي.