د اقلیمي بدلون کلنۍ غونډې پای، پرمختللي هېوادونه د بې وزلو لاسنیوی کوي

د اقلیمي بدلون کلنۍ غونډې پای، پرمختللي هېوادونه د بې وزلو لاسنیوی کوي نړۍ
د اذربایجان پلازمېنه باکو کې د ملګرو ملتونو ۲۹ مه کلني غونډه پای ته ورسېده

د اقلیمی بدلون کلنۍ غونډه د ۲۰۰ هېوادونو استازو له لوري د یوې ګډې مسودې په لاسلیک پای ته ورسېده.

 

د اذربایجان په کوربتوب د کاپ ۲۹ مه غونډه کې دا ځل هوکړه وشوه، چې پرمختللي هېوادونه به هر کال د بې وزله هېوادونو سره ۳۰۰ میلیارده ډالر مرسته کوي.

 

دغه مرستې به د روان ۲۰۲۵ زیږدیز کال په راتلو پیل او تر ۲۰۳۵ به دوام وکړي.

د نړۍ پرمختللي هېوادونه چې صنعتي ودې یې پرمختګ ته لار اواره کړې یو شمیربې وزله هېوادونه یې د مضره ګازاتو د تولید له امله اغېزمن کړي.

 

له اقلیمي بدلونونو اغېزمن یو هم زموږ هېواد دی  په داسې حال کې چې د مضره ګازاتو د تولید کچه یې بیخي کمه خو د اقلیمي بدلونونو له کبله د نړۍ په مخ شپږم زیات اغېزمن هېواد دی.

 

د کاپ ۲۹ مه غونډه چې د ملګرو ملتونو له لوري د اذربایجان په پلازمېنې باکو کې جوړه شوې وه د یولسو ورځو په تېرېدو سره پای ته ورسېده چې د شاوخوا ۲۰۰  هېوادونو استازو پکې ګډون کړی وو.

 

په دغه مسوده کې راغلي چې تر ۲۰۳۵ کال پورې هر کال شاوخوا ۱،۳ ټریلیون ډالره مرسته راټولیږي، چې ډېره برخه به یې شتمن هېوادونو ورکوي.

 

د یادونې وړه ده چې د اقلیمي بدلون کلنۍ غونډه کې د اسلامي امارت له لوري د چاپېریال ساتنې ادارې رئیس مولوي مطیع الحق خالص هم ګډون کړی و او د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو استازو سره یې د اقلیمي بدلون په تړاو د افغانستان ستونزې او اندېښنې شریکې کړې وې.


تړلي موضوعات