پوتین: د اوکرایین جګړه د نړېوالې جګړې پر لور روانه ده

پوتین: د اوکرایین جګړه د نړېوالې جګړې پر لور روانه ده نړۍ
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړی چې د اوکرایین جګړه ښايي په یوه نړیواله جګړه بدله شي.

وروسته له هغې چې امریکا او بریتانیا اوکرایین ته د روسیې پر ضد د پرمختللو وسلو د کارولو اجازه ورکړه، پوتین ټینګار وکړ چې د اوکرایین د لرې واټن ویشتونکو توغندیو وروستیو بریدونو روسیې ته کوم جدي زیان نه دی اړولی.

د روسيې ولسمشر په اوکرايین کې د هايپرسونيک بالستيک توغندي بريالۍ ازموينې ته په اشارې سره ویلي، هېواد يې په اروپا او لرې ختيځ کې د امريکا د توغنديو د ځای پرځای کیدو په غبرګون کې د لنډ او منځني واټن ويشتونکي توغندیو جوړونې ته وده ورکوي.

پوتین زیاته کړې که لویدیځ خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي روسیه به پرېکنده ځواب ورکړي.

تړلي موضوعات