د امریکايي میزایلو برید سره کیف نور هم د جګړو تل ته لاړ!

د امریکايي میزایلو برید سره کیف نور هم د جګړو تل ته لاړ! نړۍ
انځور ارشیف

د اوکرایين پوځ تېره ورځ د امریکا اتاکمیز او هیمارس لرې واټن ویشتونکو توغندیو په وسیله د روسیې خاوره کې د ننه ځیني اهداف په نښه کړي دي.

 

اتاکمیز توغندي د ۳۰۰ کیلومټره واټن او هیمارس د ۱۵۰ کیلومټره واټن وهلو سره هغه وسلې دي، چې بایډن یې دوه ورځې وړاندې اوکرایين ته د استفادې اجازه ورکړه.

 

اوکرایني چارواکو ویلي، دغو بریدونو کې یې د روسیې ستراتيژيک تاسیسات او هوایي اډې په نښه کړې دي.

 

څېړونکي په دې باور دي، چې دغه بریدونه به د مسکو او کیف ترمنځ تاوتریخوالی نور هم زیات کړي او مسکو به دې ته اړ کړي، چې د اوکرایین جګړه کې له پرمختللو او ان اټومي وسلو هم استفاده وکړي.

تړلي موضوعات