د پوتین خبرداریو سره امریکا اوکرایین ته د لرې واټن وېشتونکو توغندیو اجازه ورکړه
رویټرز خبرې اژانس خبر ورکړی، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي ته اجازه ورکړې، چې روسیه کې د امریکا په لرې واټن ویشتونکو توغندیو خپل اهداف په نښه کړي.
بلخوا دغه پرېکړه داسې مهال کېږي، چې تر دوو میاشتو به د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته واګې سپارل کېږي، خو ټرمپ بیا د اوکرایين جګړې په اړه بل لیدلوری لري.
رویټرز خبري اژانس لیکلي، امریکا وروسته له هغې د روسیې پر ضد د خپلو لرې واټن وېشتونکو توغندیو کارولو اجازه ورکوي چې څو ورځې وړاندې روسیې له شمالي کوریا سره د متقابلې دفاع تړون لاسلیک کړ.
تازه بیا د شمالي کوریا رهبر کیم جون اون خپل پوځ ته د یوې اوږدمهاله جګړې لپاره د چمتووالي امر کړی دی.
د یادونې ده، چې څه موده وړاندې د روسیې ولسمشر د دې احتمالي پرېکړې غبرګون کې ویلي و، که ناټو اوکرایین ته د روسیې په خاوره کې د لرې واټن وېشتونکو توغندیو د کارولو اجازه ورکړي، نو روسیه به له ناټو سره مستقیم جګړه پیل کړي.