بلخ کې یو چینایي سوداګر مسلمان شو

بلخ کې یو چینایي سوداګر مسلمان شو اسلام او کلتور
بلخ تازه مسلمان شوی چینایي سوداګر

د بلخ ولایت مقام ویلي، دغه چینایي سوداګر چې وانګ فیکي نوم لري تر مسلمانېدو ورسته سیمه ییزو مسئولینو د یو لړ مراسمو په ترڅ کې نوم عبدالله محمد پرې ايښي دی.

 

دغه چینایي سوداګر چې تازه یې اسلام دین منلی وایي، غواړي له اسلامي امارت سره په ګډه بلخ کې د یو شمېر فابریکو په جوړولو کې مرسته وکړي.

 

د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې کندهار کې هم یو بهرنی وګړی مسلمان او د اسلام پر مبارک دین مشرف شو.

تړلي موضوعات