نوی امريکايي ولسمشر په ۳۴ جنايي جرمونو تورن دی، ايا ځان به له دې تورونو سپين وباسي؟

نوی امريکايي ولسمشر په ۳۴ جنايي جرمونو تورن دی، ايا ځان به له دې تورونو سپين وباسي؟ نړۍ

د امريکا نوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ لومړنی سړی دی، چې په لسګونو جنايي جرمونو کې د ښکېلتيا له امله مطلوب دی، خو له دې هر څه سره سره به هم د امريکا د ولسمشر په توګه دنده پيل کړې. تحليلګران پوښتي، چې که پای هم پرې د زندان پرېکړه وشي؛ نو د بندو دروازو له شا به خپله دنده پر مخ وړي؟

د جنايي جرمونو د دې اوږده نوملړ تر څنګ ۲۶ مېرمنو په ولمسشر ټرمپ د جنسي تېريو تورونه پورې کړي دي او وړاندې اېف بي آيې د هغه کور هم پلټلی و، خو له دې هر څه سره سره به هغه څه موده وروسته د متحده ايالاتو د ولسمشر په توګه په کار پيل وکړي. 

د امريکايي رسنيو له راپورونو سره سم دا يوه لويه ستونزه ده، ټرمپ ښايي په خپلو عجايبو کې يوه بله هم ورزياته کړي؛ هغه دا چې دی به له جنايي پلوه لومړنی تورن ولسمشر وي او که وغواړي ځان بښلی او له هر قانونه ازادولی هم شي.

ټاکل شوې وه، چې ۷۸ کلن ټرمپ په تېره مارچ مياشت کې محاکمه شي، خو دفاعي وکيلانو يې هغه مهال قضيه له دې امله وتړله چې پخوانی ولسمشر له جنايي تعقيبه خوندي دی.

د امريکا نوی ټاکل شوی ولسمشر دولت سره د درغليو په دسيسه او د يوه رسمي بهير په ځنډولو هم تورن دی، چې هغه د کانګرس هغه غونډه وه، چې د ۲۰۲۱م کال د جنورۍ په ۶مه د ټرمپ د پلويانو له لوري په تاوتريخجن ډول تخريب شوه.

هغه دغه راز د خپلې دروغجنې دعوې په مټ چې ده په کې دعوه کړې وه، چې د ۲۰۲۰ کال ټاکنې يې ګټلې دي؛ له رايې ورکولو څخه د امريکايي رايه ورکوونکو په محرومولو تورن دی. په يوه بله قضيه کې په ټرمپ د سوداګرۍ د ريکارډونو د جعل اړوند ۳۴ تورونه پورې شوي، چې په تېره مۍ مياشت کې يې په نيويارک کې د بربنډو فلمونو د يوې اداکارې د چوپتيا اخيستلو لپاره کړی دی. هغه دغه راز تورن دی، چې د ۲۰۲۰ کال ټاکنو کې يې جورجيا کې د ټاکنو د پايلو اړولو هڅې کړې دي، چې جو بايډن په کې بريالی شوی و.

په داسې حال کې چې د تېرې جون په ۱۱مه نېټه شونې وه، چې هغه له نهايي پرېکړې وروسته زنداني شي، يا نظربند شي او يا تاوان پرې کړي؛ فيصله له ټاکنو وروسته وخت ته وځنډول شوه، دا په داسې حال کې چې د کانګرس د غونډې په تخريب کې د هغه ځينې پلويان بنديان هم شول، خو شنونکي دې ته اشاره کوي، چې ټرمپ خپله پرېکړه په همدې تمه وځنډوله، چې ښايي دی ټاکنې وګټي او دا هر څه بې معنا شي.

د جورجيا د ټاکنو د پايلو اړوند د هغه محاکمه له اوسنۍ بريا وروسته د روان نومبر په لسمه کېده، چې قاضي دا محاکمه وځنډوله او د ځانګړي محقق په غوښتنه يې دا اشاره ورکړه، چې کېدی شي د هغه د محاکمې اجرات وځنډول شي.

ځانګړي مدعي جاک سمېت د ځانګړي محقق دغه غوښتنه داسې تبرير کړه، چې د دې بې سابقه وضعيت څېړنې ته وخت اړين دی او څو هغه مسير معلوم کړی شي؛ چې د عدليې وزارت له پاليسۍ سره سم بايد ونيول شي.

د امريکايي رسنيو له راپور سره سم ځانګړي محقق او عدليې وزارت وروسته په دې خبرې اترې کړي، چې د ټرمپ په حق کې فدرالي تعقيبونه ودروي او دا چې د امريکا عدليې وزارت له ۵۰ کلونو راهيسې دا سياست خپل کړی، چې برحال ولسمشر نه محاکمه کوي؛ نو په امريکا کې ډېری قانونپوهان په دې اند دي، چې ټرمپ به هم له دې ګټه پورته کړي او د نوې دورې تر پای ته رسېدو پورې به له دې تعقيبه بچ وي.

هغوی وايي: (( لرې نه ده، چې سپينې ماڼۍ ته له رارسېدو سره سم ټرمپ يا عدليې وزارت ته نوی وزير معرفي کړي او يا وزارت ته امر وکړي چې ده پورې پورې شوي تورونه له يوې مخې پاک کړي.))

تړلي موضوعات