اسرائیل د نړېوالې انزوا پر لور؛ اروپايي ټولنه ورسره سیاسي خبرې ځنډوي

اسرائیل د نړېوالې انزوا پر لور؛ اروپايي ټولنه ورسره سیاسي خبرې ځنډوي نړۍ

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسؤل «جوزپ بورل» په یوه اعلامیه کې ویلي، چې اروپایي ټولنه په فلسطین او لبنان کې د روان بشري حقوقو د سر غړونې له امله اسرائیلو سره سیاسي خبرې ځنډوي.

تسنیم خبري اژانس د خپلو سرچینو له قوله ویلي، د راتلونکې اونۍ پیل سره به اروپایي ټولنه له اسرائیلو سره د ډیپلوماتیکو خبرو د بندولو تازه پرېکړه اعلان کړي.

سرچینې ویلي، د اروپایي ټولنې د امنیت عالي کمېشنر د بشري حقونو نړیوال سازمانونو ته په فلسطین کې د روان بشري ناروین او له حقوقو څخه د سرغړونې په موخه مستند اسناد سپارلي چې له مخې به یې وکولای شي د اسرائیلو او اروپایي ټولنې ترمنځ په ډیپلوماتیکو اړیکو کې خنډ رامنځته شي.

سرچینې د عبراني رسنیو له قوله ویلي، په غزه او لبنان کې د جګړې له امله د اسرائیلو او اروپایي ټولنې ترمنځ اړیکې ټیټې کچې ته رسېدلي دي.

د یادونې وړ ده، چې په غزه او لبنان کې د اسرائیلو له لوري روانه عام وژنه کې تر دې دمه یوازې په فلسطین کې شاوخوا ۴۴ زره بې ګناه وګړي شهیدان شوي څه باندې ۱۰۰ زره ټپیان او نږدې دوه میلیونه وګړي کډوالۍ ته اړ شوي دي

تړلي موضوعات