اسرائیلو دفاع وزارت په نښه شوی او لبنان جنوب کې یې ۹ عسکر وژل شوي

اسرائیلو دفاع وزارت په نښه شوی او لبنان جنوب کې یې ۹ عسکر وژل شوي نړۍ

د اسرائیلي اشغالګر رژیم رسنیو ویلي، چې د لبنان جنوب په یو کلي کې د یوې ودانۍ نړېدو له امله ۹ تنه صهیونستي عسکر وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

بلخوا د لبنان حزب الله ډلې ویلي، چې په ډرون الوتکو او توغندیو یې د صهیونستي رژیم دفاع وزارت او نور پوځي ځایونه په نښه کړي.

اسرائیلي پوځ هم ویلي، چې د لبنان څخه د اشغال شوي الخلیل سیمې په لور تر ۲۰ پورې توغندي ویشتل شوي چې د ځینو یې مخه نیول شوې.

د یادونې ده، چې د صهیونستي رژیم پر پوځ تور دی چې د پوځیانو د روحیې او مورال لوړ ساتلو لپاره د خپل وژل شویو او ژوبل شویو پوځیانو شمېر ډېر کم ښايي.

تړلي موضوعات