ټرمپ له پوتین سره د اوکرایین جګړې په اړه ټلیفوني خبرې کړې

ټرمپ له پوتین سره د اوکرایین جګړې په اړه ټلیفوني خبرې کړې نړۍ
ډونالډ ټرمپ د ورسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین شره خبرې کړې

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه ټیلفوني اړیکه کې له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره خبرې کړې دي.

 

دا د امریکا په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د بریالي کېدو وروسته د ټرمپ لومړنۍ ټیلفوني اړیکه ده، چې له خپل روسي سیال سره یې نیسي.

 

د واشنګټن پوست د خبر له مخې ټرمپ اوکرایين کې د جګړې د پای ته رسولو په اړه پوتین سره بحث کړی.

 

واشنګټن پوسټ ویلي، ټرمپ پوتین ته ویلي، اوکرایين کې د ژر تر ژره د جګړې پایته رسولو لپاره له هغه سره زیاتو خبرو ته لېواله دی.

 

ټرمپ تر دې وړاندې د اوکرایين ولسمشر ویلادیمیر زیلنسکي سره هم ټیلفوني خبرې کړې وې.

 

د یادونې ده، چې د امریکا نوي منتخب ولسمشر د ټاکنو له ګټلو وروسته په لومړنۍ وینا کې ویلي، د نړۍ جګړې به ختمې کړي.

تړلي موضوعات