ليبيا حجاب لازمي کوي، اختلاط او له محرم پرته سفر منعه اعلانوي!
د ليبيا د ملي يووالي حکومت د کورنيو چارو وزير په نوو پرېکړو کې څرګنده کړې ده، چې راتلونکې مياشت به د «تاديب پوليس» خپلې ګزمې پيل کړي، چې په ترڅ کې به يې د ويښتو نااشنا ډولونه او د ځوانانو هغه لباس منعه کړي «چې د ټولنې له کلتور او عاداتو خلاف وي».
بلخوا د یاد هېواد چارواکو د حجاب لازمي کولو خبر هم ورکړی.
د ليبيا د کورنيو چارو وزير عماد الطرابلسي ټينګار ښودلی چې ښځه بايد په عامه ځايونو کې «محترم لباس» واغوندي، هغه له ښوونې وزارته غوښتي چې په ښځينه محصلانو د حجاب اغوستل هم لازمي کړي.
طرابلسي له محرم پرته د ښځې د سفر په اړه هم خبرداری ورکړی دی او ويلي يې دي، چې دې لپاره ښځينه پوليسو ته اړتيا ده چې د ښځو د هغو کړنو مخه ونيسي، چې د ادابو خلاف دي.
نوموړي ويلي، چې «موږ دې پرېکړو ته ټول هغه غبرګونونه ردوو، چې په شخصي ازادۍ د تېري په نامه کېږي، په دې چارو کې د شخصي ازادۍ ځای نه شته».
د طرابلسي په خبرو کې دې ته هم اشاره شوې، چې په رسټورانټونو او نورو ځايونو کې به د ښځو او سړو ترمنځ اختلاط هم منعه اعلان شي. هغه له خپلو هېوادوالو غوښتي، چې له پوليسو او امنيتي منسوبينو سره په دې اړوند همکاري وکړي.
د ليبيا د چارو لپاره د بښنې د نړيوال سازمان يوه څېړونکي بسام القنطار ويلي، چې ليبيا د دې پرېکړو په پلي کولو نړيوال قانون ته خپله پابندي له منځه وړي.
د يادونې وړ ده، چې د ليبيا حکومت څه موده وړاندې هغه دوه تنه مېرمنې هم بېرته هېواد ته راستنې کړې، چې له خپلو سرپرستانو پرته يې تونس ته سفر کړی وو.