قطر د مذاکراتو منځګړیتوب پرېښودلو او د حماس دفتر تړلو اوازې رد کړې

قطر د مذاکراتو منځګړیتوب پرېښودلو او د حماس دفتر تړلو اوازې رد کړې نړۍ

د قطر بهرنیو چارو وزارت تائید کړې چې د غزې اړوند مذاکراتو د منځګړیتوب د پرېښودلو په اړه خپاره شوي راپورونه ناسم دي.

یاد هېواد زياتوي، چې قطر اړوندو خواوو ته ویلي، چې په هغه صورت کې چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره اړینې جدي هڅې موجودې شي، نو د خپلو هڅو بیا پیلولو ته چمتو ده.

د قطر د یاد وزارت ویاند ماجد الانصاري د قطر خبري اژانس سره په خبرو کې وویل چې (( موږ ۱۰ ورځې مخکې په وروستیو مذاکراتو پر مهال اړونده خواوې خبرې کړې وې، چې که په دې پړاو کې توافق ته ونه رسېږي، نو دوی به د حماس او اسرائیل ترمنځ د منځګړیتوب هڅې موقتا وځنډوي، خو کله چې د جګړې پای ته رسولو لپاره اړینې جدي هڅې رامنځته شي، قطر به بیا د خپلو شریکانو سره دا هڅې پیل کړي. ))

هغه زیاته کړې: (( قطر به هغه مهال د مذاکراتو په پروسه کې په لومړي سر کې وي ترڅو د جګړې د پای ته رسولو او د بندیانو د بېرته راستنېدو لپاره ټولې ممکنه ګټورې هڅې ترسره شي.))

ماجد الانصاري د اسرائيلو لخوا د مذاکرتو پروسې په هکله د ناسم چلند او له دې پروسې د خپلو شومو اهدافو لپاره د ناوړه ګټې اخېستنې ته په اشارې ويلي:
(( قطر نه غواړي چې د منځګړیتوب رول یې د فشار د وسیلې په توګه وکارول شي، ځکه چې د لومړني اوربند او د ښځو او ماشومانو د تبادلې وروسته موږ د تړونونو په اړه ناسم چلند ولید، په ځانګړې توګه د هغو ژمنو په اړه چې د منځګړیتوب له لارې ورسره توافق شوی و او د مذاکراتو پر دوام د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سیاسي مقاصدو د پوره کولو هڅه شوې.))

هغه همدارنګه اشاره وکړه چې د حماس جهادي غورځنګ د دفتر تړلو په اړه راپورونه غلط دي او څرګنده یې کړه چې د دفتر بنسټیز هدف دا و چې د اړونده خواوو ترمنځ د اړیکو د ټینګولو لپاره یوه لاره او مذاکراتي چينل پرانیزي، چې دې چينل په تېرو پړاوونو کې د اوربند په رامنځته کېدو کې مرسته کړې او د تېر کال د نومبر په میاشت کې د ښځو او ماشومانو د بندیانو او اسیرانو د تبادلې لپاره يې هم زمينه سازي کړې.

رويټرز خبري اژانس د یوې سرچینې له قوله راپور ورکړی و چې قطر به د غزې د اوربند د منځګړیتوب هڅو څخه تر هغې لاس واخلي تر څو «حماس او اسرائیل د مذاکراتو د مېز ته د راستنیدو لپاره رښتینی چمتووالی وښيي.»

رويټرز د سرچینې په حواله ویلي و، چې قطر دې پایلې ته رسېدلې چې د حماس د سیاسي دفتر حضور په دوحه کې نور خپل هدف نه دی پوره کړی، کوم چې د قطر حکومت لخوا رد او داسې اوازې يې بې بنسټه وبللې.

د یادونې وړ ده، چې د قطر هېواد لخوا د دې افوهاتو د رد تر څنګ د حماس جهادي غورځنګ یوه مشر هم د فرانس پرېس خبري اژانس سره خبرو کې دا اوازې ناسمې بللې وې او زیاته کړې یې وه، چې حماس ته د قطر دولت لخوا په ياد هېواد کې د دفتر د تړلو او مشرانو د وتلو په اړه هېڅ نه دي ویل شوي.

تړلي موضوعات