افغان ابدالیانو لوبډلې د ایمر جېنګ اسیا جام سیالیو اتلولي وګټله

افغان ابدالیانو لوبډلې د ایمر جېنګ اسیا جام سیالیو اتلولي وګټله سپورت
افغان ابدالیان کرېکټ ملي لوبډله د ایمرجېنګ اسیا جام سیالیو تر اتلولي وروسته خوشحالي کوي

د افغانستان ابدالیانو کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۴ ځوانانو اسیا جام سیالیو کې د سریلانکا لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره په لومړي ځل د دې سیالیو اتلولي په خپل نوم ثبت کړه.

 

د دې سیالیو پایلوبه کې افغان الف لوبډلې د سریلانکا لوبډلې ته د ۷ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

 

د افغانستان لپاره په توپ وهنه کې بلال سمیع ۳ ویکټي واخېستلې او په توپ وهنه کې یو ځل بیا صدیق الله اتل ۵۵ ناسوځېدلې منډې وکړې.

 

دغو سیالیو کې صدیق الله اتل د ۵پنځوسیزو په وهلو سره ۳۶۸ منډې وکړې او د ایمرجېنګ سیالیو د غوره لوبغاړي جایزه یې ترلاسه کړه.

تړلي موضوعات