اسلامي امارت انقره کې برید وغانده
د افغانستان اسلامي امارت په دې برید خواشېنې ښودلې او هیله یې کړې چې د ترکیې ولس او دولت له ورته دردمنو پېښو سره بیا مخ نه شي.
د ترکیې پلازمېنه انقره کې تېره ورځ دوه وسله والو د هغه هېواد د هوایي صنایعو د توساش پر شرکت برید وکړ چې ۲۷ کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.
دې برید کې ۵ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپيان دي.
نیو یارک ټایمز د ترکیې کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا له قوله خبر ورکړی، چې برید د یو نارینه او یوې ښځې له لورې شوی چې وروسته د پولیسو له لوري دواړه وژل شوي دي.
ترکي چارواکو د ۲۲ ټپیانو له ډلې د دریو کسانو وضعیت نازک ښودلی دی.
که څه هم تر اوسه د برید پړه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخېستې خو د ترکیې دفاع وزارت د برید تر شاه د کردستان کارګر ګوند یا پي کې کې لاس ښودلی دی.
په انقره کې له دې برید وروسته د ترکیې هوايي ځواکونو بیا د عراق او سوریې په شمال کې د کرد وسله والو پر ضد ۳۲ بریدونه کړي دي.