د ځنګلونو ساتنه د ملي شتمنیو مهمه برخه ده
د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ پکتیا ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ځنګلونو د خوندیتوب ارزونه کړې.
ښاغلي وزیر د دې سفر په ترڅ کې د ځنګلونو ساتنه د ملي شتمنیو مهمه برخه بللې ده.
مولوي عطاء الله عمري په ټېنګار ویلي، د ځنګلونو وهل او د چارتراشو قاچاق د اسلامي امارت د پرېکړې له مخې منع دي.
نوموړي له سیمه ییزو ادارو د ځنګلونو د ساتنې په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې اسلامي امارت د هېواد د ځنګلونو د پرې کولو او قاچاق مخنیوي په موخه شنه قطعه جوړه کړه، چې ورسره د غرنیزو ونو وهل او قاچاق ټیټې کچې ته راټيټ شو.