مولوي ذبیح‌الله مجاهد: هیڅوک دې د هېواد دفاع او ځمکنۍ بشپړتیا په اړه اندېښنه نه کوي

مولوي ذبیح‌الله مجاهد: هیڅوک دې د هېواد دفاع او ځمکنۍ بشپړتیا په اړه اندېښنه نه کوي افغانستان
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په تازه ټلوېزیوني مرکه کې ویلي، د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه له خلکو سره اوږه په اوږه د هېواد د دفاع لپاره پوره چمتووالی لري او هیڅوک باید دې برخه کې اندېښنه ونه لري.

ذبیح الله مجاهد افغانستان کې د شوروي او امریکا ماتې ته په اشارې ویلي، «تېرو ۴۰ کلونو کې د افغانستان خلکو بیا وکړای شول له هېواده دفاع وکړي، که داسې شرایط پر نورو هېوادونو راغلي وای ښایي د نړۍ له سیاسي نقشې ورک شوي وای.»

ښاغلي مجاهد جګړه د حل لاره نه ده بللې په خبره یې، د افغانستان حکومت د ایران او اسرائیلو ترمنځ د جګړې او غزه کې د وحشت او ظلم د درېدو غوښتونکی دی.

نوموړي افغانستان ته د کډوالو بېرته ستنېدو پروسې چټکېدو ته په پام ویلي، افغان حکومت په ټول توان سره د یادې پروسې مناسب مدیریت ته چمتو دی.

تړلي موضوعات