اسلامي امارت؛ تر اوسه یې د شاوخوا ۱۴۰ زره روږدو درملنه کړې

اسلامي امارت؛ تر اوسه یې د شاوخوا ۱۴۰ زره روږدو درملنه کړې افغانستان
انځور ارشیف

د کورنیو چارو وزارت چارواکو د نشه یي توکو سره د مبارزې نړېوالې ورځې په مناسبت غونډه کې پر نشه یي توکو د ټولو روږدو درملنې په اړه د اسلامي امارت په پیاوړې ارادې ټینګار کړی.

د کورنیو چارو وزارت نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت ملکي معین مولوي عبدالرحمن قاسمي یادو مراسمو ته ویلي، اسلامي امارت هېواد کې د روږدو د درملنې پروسې له پیله شاوخوا ۱‍۴۰ زره روږدو درملنه کړې.

بل‌خو د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع ویلي، اسلامي امارت د نړېوالې ټولنې او ګاونډیو هېوادونو له همکارۍ پرته هېواد کې د نشه یي توکو کچه صفر ته رسولې.

تړلي موضوعات