بلخ کې نږدې ۵ زره قلمه تاریخ تېر او بې کیفیته درمل سوځول شوي
د بلخ ولایت اطلاعات او کلتور ریاست ددې ولایت د خوړو او درملو ادارې مسؤل ډاکټر نجیب الله توانا له قوله وايي، دې ادارې په روان کال کې د نظارت پر مهال ۴زره ۸۲۰ قلمه تاریخ تېري او بې کیفیته درمل راټول او سوځولي.
د خبر پاڼې له مخې، د دې ادارې د رامنځته کېدو سره په بلخ کې د خلکو روغتیا ساتنې او ناروغیو د مخنیوي په موخه پوره هڅې شوې او مزار شریف ښار کې یې د خوړو د تولید او کیفیت برابرولو په برخه کې ګړندي ګامونه اوچت کړي.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له بیا حاکمیت را وروسته هېواد ته د بې کیفیته درملو واردېدو مخنیوي سربېره ښارونو کې پر درملتونونو او درملو شرکتونو باندې حکومت لخوا څار ډېر شوی او دې برخه کې اړین اقدامات شوي.