پر برېښنايي سرچېنو د پانګونې لپاره جدي هڅې روانې دي
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د برېښنا تولید د اقتصادې ودې لپاره اساسي عنصر بولي او وايي، اسلامي امارت دې برخه کې د پانګونې د جذب لپاره جدي هڅې پيل کړې دي.
اقتصادي معاونیت ویلي، هڅه یې داده چې د برېښنا د تولید په سکتور کې د دولت او دولت ترمنځ د قراردادونو، عامه او خصوصي مشارکت او مستقیمې پانګونې له لارې پانګونې ته زمینه برابره کړي.
یادې حکومتي ادارې زیاته کړې، اسلامي امارت د پانګوالو لپاره د اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی او هڅه کوي د کورنیو پانګوالو د جلب ترڅنګ بهرني پانګوال هم پانګونې ته وهڅوي.
په ورته مهال کارپوهان په دې باور دي، چې افغانستان د پراخو طبیعي زېرمو په لرلو سره په سېمه کې د برېښنا د تولید په مرکز بدلېدلی شي.