د کډوالو ستونزو اورېدو په موخه ایران ته افغان پلاوی ځي

د کډوالو ستونزو اورېدو په موخه ایران ته افغان پلاوی ځي افغانستان
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر کابل کې د ایران سفیر سره کتنه کې

کابل کې د ایران سفیر حسن کاظمي قمي د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني سره کتنه کې ایران کې د افغان کډوالو پر وضعیت، کار، استوګنې او تعلیم برخو کې پر شته ستونزو خبرې کړې.

دې کتنه کې د کډوالو چارو وزیر ویلي، اسلامي امارت د دې هوډ لري څو ټول افغان کډوال هېواد ته راستانه کړي.

خلیل الرحمن حقاني ویلي، د دې لپاره باید یو ګډ میکانیزم جوړ او د کډوالو راګرځېدو لړۍ په باعزته توګه ترسره شي.

دې کتنه کې کابل کې د ایران سفیر ویلي، په هر ډول سختو شرایطو کې د افغانستان ترڅنګ ولاړ دي.

قمي ایران کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند راپورونه رد کړل او هغه یې د دښمنو کړیو جعل وباله په خبره یې، ایران د کډوالو ټولو حقونو ته رسېدنه کوي.

دې کتنه کې دواړو لوریو ایران ته د کډوالو چارو وزارت د یوه پلاوي پر استولو هوکړه کړې، څو هلته د کډوالو ستونزې له نږدې وڅاري او له ایراني چارواکو سره یې د حل په موخه ناستې وکړي.

تړلي موضوعات