۲۲۳ نور روزل شوي ځوانان د اسلامي اردو لښکر سره یوځای شول

۲۲۳ نور روزل شوي ځوانان د اسلامي اردو لښکر سره یوځای شول افغانستان
تازه فارغ شوي مجاهد سرتېري

ملي دفاع وزارت خبر ورکړی چې دغو ۲۲۳ تنه منسوبینو د عبدالله بن مسعود رض په جګړییزو ګډو زده کړو قومندانۍ کې نظامي زده کړې کړې او تازه د اسلامي اردو سره یو ځای شول.

دغو ځوانانو ته د توپچي، مخابرې، نښه ويشتلو سربېره د سرحدي کورسونو فوق العاده مسلکي زده کړې ور کړل شوې.

د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معینیت مرستیال مولوي باز محمد حمیدي یادو فارغینو ته په خطاب کې ویلي، دفاعي ځواک د اسلامي او ملي ارزښتونو ساتونکي دي او هغه پوځ چې په فکري او مسلکي زده کړو سمبال وي په هر ډول حالاتو کې به د جګړې د ډګر ګټونکي وي.

ورته مهال نویو فارغانو مسؤولینو ته ډاډ ورکړی، چې د ترلاسه کړو مسلکي زده کړو او قوي ایماني جذبې په زور به د هیواد له خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او اسلامي ارزښتونو څخه په مېړانه ساتنه کوي.

تړلي موضوعات