د عراق له بندخونو ۲۵ افغانان خوشي شول
د نېمروز ولایت سرحدي امریت د معلوماتو له مخې یاد ۲۵ کسان د قانوني اسنادو د نه درلودلو له کبله ۶ میاشتې د عراق په بېلا بېلو بندخونو کې بندیان وو.
یاد بندیان عراق کې د افغانستان سفارت په هڅو له بنده ازاد او د ایران له لارې بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
بېرته راستانه شوي کسان د نیمروز ولایت سرحدي امریت کې له ثبت وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړېوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو درېیو کلونو کې په یو شمېر بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان اسلامي امارت د ډېپلوماټېکو استازولیو له لوري ګڼ شمېر هغه افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي، چې د قانوني اسنادو نه درلودلو له کبله هلته بندیان وو.