د قومونو ترمنځ د لاښه یووالي هڅې؛ د کندهار قومي مشران شمال ته بلل شوي

د قومونو ترمنځ د لاښه یووالي هڅې؛ د کندهار قومي مشران شمال ته بلل شوي افغانستان
انځور حریت راډیو

هېواد کې د ولسونو او قومونو د یووالي ټینګښت هڅو په دوام تازه د لوی کندهار له قومي مشرانو جوړ یو شل کسیز ګروپ د هېواد شمال ته بلل شوی او دا مهال د شمالي ولایتونو له قومي مشرانو سره په جرګو او مرکو بوخت دی.

د حریت نیوز خبریال له دې ولسي ناستې را استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ناستې جريان کې د قومونو ترمنځ یو شمېر خپلمنځي ستونزې هوارې شوې او لا هم خبرې اترې دوام لري.

دا پر داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت تل د ولسونو او قومونو د یووالي پر هڅو ټینګار کړی، چې د دې هڅو په دوام کې د بېلابېلو قومونو ترمنځ شته ستونزې د پام وړ راکمې شوې هم دي.

تړلي موضوعات