د ځېرک قلفونو په لږېدو به په سوداګریزو توکو بار موټرونه خوندي شي

د ځېرک قلفونو په لږېدو به په سوداګریزو توکو بار موټرونه خوندي شي افغانستان
انځور ارشیف

د افغان پُسټ دولتي شرکت، ټرانسپورټ او مالیې وزارتونو ترمنځ د سوداګریزو توکو د خوندي انتقال په موخه بار وړونکو لاریو کې د «جي پي ایس لاکر» ځېرک قلف لګولو او پستي کوډ تړون لاسلیک شو.

دغه تړون د یادو ادارو ترمنځ د ادرس یا پتې او پراختیا ملي پروګرام پرانېست غونډه کې شوی دی.

د امارتي شرکتونو ریاست مسئولینو ویلي، دغه تړون یې د خوندي او ډاډمن ټرانزیټ او د پانګوالو د جذب او هغوی ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو په موخه لاسلیک کړی دی.

جې پي اېس لاکر هغه ځېرک قلفونه دي، چې د نړېوال موقعیت پیداکولو«جي پي اېس» څخه په استفادې په بار وړونکو موټرو کې نصب کېږي، چې د سوداګریزو توکو د خوندیتوب، لګښتونو کمېدو او د ټرانزیټ د ودې ترڅنګ سوداګریز توکي له ورکېدو ساتي.

تړلي موضوعات