پنجشېر کې د اسلام او اسلامي نظام پر ضد شعار ورکونکی ونیول شو
د پنجشېر ولایت امنیه قومندانۍ خبر ورکړی، چې امنیتي ځواکونو هغه کس نیولی، چې د باغیانو په غوښتنه به یې په عامه ځایونو کې د اسلام او اسلامي نظام پر ضد شعارونه لیکل.
د پنجشېر امنیه قومندانۍ ویاند عابدالله فاروقي ویلي، نیول شوي کس په خپل جرم اعتراف کړی او په خپلو کړنو یې پښېماني ښودلې.
د امنیه قوماندانۍ ویاند ویلي، دوی به چاته اجازه ورنه کړي، چې د خپلو شومو کړنو سره د پنجشېر ولسونو ته اندېښنې پیدا کړي.
نیول شوی کس هم په خپل جرم اعتراف کوي او وایي، د ځینو خلکو په غوښتنه به یې د سپرې په وسیله عامه ځایونو کې د اسلامي نظام پر ضد شعارونه لیکل.
نیول شوی کس ځان محمدرسول د پنجشېر ولایت د خنج ولسوالۍ لومړۍ حصې ولسوالۍ اوسېدونکی معرفي کوي.
د یادونې وړ ده، چې پنجشېر دمګړۍ د نورو ولایتونو په څېر کامل امن دی او د اسلامي امارت ځواکونه شپه او ورځ د دې ډاډمن امنیت د ساتلو هڅه کوي.