د ترکمنستان برېښنا وزیر سره د نورالجهاد سب سټېشن په اړه خبرې شوې
د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیه رئیس عبدالباري عمر د ترکمنستان برېښنا وزیر سپاروف انا ګلیدي سره په ټیلفوني خبرو کې د نور الجهاد سب سټېشن پراختیا او نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.
دې ټیلفوني خبرو کې عبدالباري عمر ترکمنستاني لوري ته د اقتصادي همکاریو د لا پراختیا ډاډ ورکړی، چې ورسره به د دواړو هېوادونو ګډې اقتصادي ستراتیژیکې اړیکې لا پیاوړې شي.
د ترکمنستان برېښنا وزیر سپاروف د دواړو ګاونډیو اړیکې مهمې بللې او د ۲۰۲۵ کال لپاره د برېښنا د پېرودلو تړون د لاسلیک غځولو یادونه یې کړې.