د هرات صنعتي ښارګوټي ته ۵۰ زره جریبه ځمکه ورکول کېږي
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي ویلي، د هرات صنعتي ښارګوټي د پراختیا لپاره ۵۰ زره جرېبه نوره ځمکه هم ځانګړې کوي.
عزیزي دا څرګندونې د هرات والي شیخ مولانا اسلام جار سره کتنه کې کړي.
ښاغلي عزیزي دې کتنه کې له خصوصي سکټور څخه د هرات د والي له ملاتړ په مننې سره ویلي، هرات ولایت کې پانګوالو ته د امن فضا د دې لامل شوې، چې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو پانګوال د دې ولایت صنعتي ښارګوټي ته مخه کړي.
په ورته مهال د هرات والي مولانا اسلام جار له پانګوالو او صنعت کارانو د هرات سیمه ییزې ادارې له ملاتړه ډاډ ورکړی په خبره یې، د هغوی لپاره ټولې لازمې اسانتیاوې برابر وي.