د ا.ا پلاوی د انرژۍ نړېوال نندارتون کې د ګډون په موخه روسیې ته تللی
د پلاوي مشري د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري کوي او دا د روسیې انرژۍ اووم نړېوال نندارتون دی چې مسکو کې تر سره کیږي.
د روسیې انرژي بین المللي نندارتون نن د میزان یا تلې په پنځمه پیلیږي او تر شپږمې دوام کوي.
په دغه دوه ورځني نړېوال کنفرانس کې د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو چارواکي برخه اخلي.
روسیې وړاندې تر دې ویلي و، چې د دوی په کوربتوب جوړیدونکو ټولو غونډو کې به د اسلامي امارت استازي حضور ولري.