خوست کې د درغلۍ په تور درې تنه نیول شوي
د خوست ولایت مقام ویلي، د الخلیج سیاحتي شرکت رئیس او دوه کارکوونکي یې د درغلۍ په تور نیولي دي.
د خوست پولیس وروسته له هغې دا اقدام کوي، چې د کام ایر شرکت ته د اماراتو د حکومت له لوري د جعلي وېزې لرونکي شخص د لېږد په تړاو اخطاریه ورکړل شوه.
د اماراتو حکومت په عین حال کې د خوست له هوایي ډګر څخه د پروازونو نه منلو ګواښ کړی و.
د خوست ولایت مقام ویلي، پولیسو د همدې راپورونو وروسته څار پيل کړ او د الخلیج سیاحتي شرکت د ریئس له کور یې ګڼ جعلي پاسپورټونه، د پاکستان وېزې، جعلي ټاپې او ان اروپا ته د قاچاق په موخه خلکو ته جوړ کړي جعلي پاسپورټونه ونیول.
تر دې پېښې یوه ورځ وړاندې هم د دې شرکت دوه نور کارکونکي د پولیسو له لوري هغه مهال ونیول شول، چې په بوټونو کې یې ۴ جعلي پاکستاني پاسپورټونه هوایي ډګر ته تېرول.
د دغه شرکت فعالیت د حکومت له لوري ځنډول شوی دی او د نورو کسانو د نېولو هڅې روانې دي.