د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړ شوی
د ډالرو پر وړاندې د افغانیو بدلون ښيې، چې د تېرو ۲۵ ورځو په پرتله د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ۲.۰۴ افغانۍ پورته شوی دی.
د حریت نیوز له لوري را ټول شوي معلومات ښيې، چې د وږي میاشتې په ۶مه نېټه د هېواد بازارونو کې یو ډالر ۷۰ افغانۍ او ۸۴ پوله تبادله کېده، خو نن شنبه یو ډالر په ۶۸ افغاني او ۸۰ پوله تبادله کېږي.
اقتصادي شنونکي د بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړېدلو لاملونه د افغانستان بانک له لوري د ډالرو پېرل او د اسعارو کنټرول، د صادراتو زیاتېدل او په هېواد کې د سیاسي امنیتي ثبات په ګوته کوي.
د شنونکو په باور د افغانیو ارزښت لوړېدو سره د وارداتي توکو قیمتونه هم ټیټ شوي او د خلکو د پېر توان هم ښه شوی دی.