یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد او په تور یې درې تنه ونېول شول

یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد او په تور یې درې تنه ونېول شول افغانستان
د انسان تښتونکو له منګولو ژغورل شوی ماشوم

دا ماشوم له تیرو لسو ورځو د انسان تښتوونکو په منګولو کې و ، او روغ رمټ بېرته خپلې کورنۍ ته سپارل شوی.

کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع ویلي، انسان تښتوونکو د ۹ کلن امیر علي د خوشي کولو په بدل کې ۳ میلیونه او ۵۰ زره ډالرو غوښتنه درلوده.

ښاغلي قانع ویلي، د دې ماشوم د تښتونې په تړاو یې د یو سړي په ګډون دوه ښځې نېولې دي.

د هرات امنیتي مسولین وايي، انسان تښتوونکي د بادغیس اوسیدونکي دي او د امیر علي په نوم ماشوم یې لس ورځې وړاندې له هرات تښتولی او کندهار ته یې انتقال کړی و.

تړلي موضوعات