ننګرهار کې درې تنه د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورل شول
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع ویلي، دا کسان د تېرې یکشنبې په ورځ د ننګرهار له شیخ مصري ښارګوټي تښتول شوي وو.
کورنیو چارو وزارت ویاند په خپل اېکس پاڼه لیکلي، د دغې پېښې په تړاو د دوو ښځو په ګډون درې نارینه نیول شوي دي.
سرچینه زیاتوي، د ننګرهار ۹۹۹ ځانګړې قطعې د تښتول شویو کسانو د ژغورنې لپاره ۶ ساعته بریالي عملیات کړي چې بلاخره د مرګ ژوبلې اوښتو پرته یې کسان خلاص کړي او د پېښې په تړاو یې د دوو ښځو په ګډون درې نارینه نیولي دي.