سیمه او نړۍ دې د بهرنیو استخباراتي سازمانونو خطرناکو پلانونو ته متوجه واوسي
د استخباراتو عمومي رئیس ملا عبدالحق وثیق د مجاهدینو د ستاینې په مراسمو کې ویلي، ځینې نړېوال سازمانونه په افغانستان کې د ځینو ډلو د شتون او فعالیتونو په اړه درواغجن راپورونه خپروي.
د افغانستان استخباراتو لوی رئیس په دې اړه زیاته کړې، چې دې ادرسونو ته دغه معلومات او اطلاعات په سیمه او نړۍ کې ځینې هغه استخباراتي سازمانونه او شبکې ورکوي چې د افغانستان په خلکو یې حاکم اسلامي شرعي نظام، په هېواد کې اوسنی راغلی ټینګ امنیت او اقتصادي فرصتونه نه پېرزو کېږي.
ښاغلي وثیق د داسې ادرسونو په اړه ویلي، چې دا سازمانونه او شبکې د کاذبو اطلاعاتو په تولید کې ډېر مهارت لري او کاروبار یې ګرځېدلی، چې په یوه وخت کې بېلابېلو جهتونو ته د هغوی د میل او مزاج مطابق کاذب اطلاعات ورکوي.
د نوموړي په خبره، چې دا سازمانونه په سیمه کې د بدګومانیو، توپیرونو او فاصلو د ایجاد لپاره کار کوي.
د افغانستان استخباراتو رئیس د سیمې او نړۍ پر هېوادونو غږ کړی، چې د دې استخباراتي سازمانونو او شبکو خطرناکو پلانونو ته متوجه واوسي.
د یادونې وړ ده، چې ځینې بهرني سازمانونه وخت نا وخت په داسې حال کې د افغانستان امنیتي وضعیت په اړه منفي راپورونه ورکوي، چې دمګړۍ هېواد کې سرتاسري امن قایم دی او اوسني نظام خلاف هیڅ وسلواله ډله فزیکي حضور نه لري.