هېواد کې ورانکارې ډلې ځپل شوې او شړل شوې
د استخباراتو عمومي رئیس ملا عبدالحق وثیق د مجاهدینو د ستاینې په مراسمو کې ویلي، په افغانستان کې ورانکارې ډلې ځپل شوې او له هېواده د باندې شړل شوې، چې دا مهال افغانستان د نړۍ د امنو هېوادونو په لېست کې ځای لري.
ملا عبدالحق وثیق په یو شمېر نړېوالو سازمانونو په نیوکې سره ویلي، دغه سازمانونه په افغانستان کې د یو شمېر ډلو ټپلو د شتون په اړه له حقیقته لرې خبرونه نشروي.
ښاغلي وثیق ویلي، افغانستان کې د هیڅ ورانکاره ډلې مرکز یا پټنځای نشته، خو د هغو ډلو قرباني دی چې د افغانستان په ګاونډ کې دي.
دا چې د افغانستان ضد ورانکاره ډلې کوم ګاونډي هېواد کې دي، ښاغلي وثیق یې له نوم اخېستلو ډډه کړې.
ملا عبدالحق وثیق نړۍ ته د خبرداري په ډول ویلي، که له افغانستان د باندې یې د ورانکاره ډلو دا مرکزونه کنټرول نه کړل نو بیه به یې ګرانه او پایلې به یې خطرناکې وي.