د تېرې ادارې ۸۰ سلنه جنرالان او افسران په هېواد کې دي

د تېرې ادارې  ۸۰ سلنه جنرالان او افسران په هېواد کې دي افغانستان
د پلازمېنې کابل ښار یوه څنډه

د تېرې ادارې یو شمېر جنرالانو او افسرانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزیر شیخ خالد حنفي سره په کتنه کې ویلي، چې د تېرې ادارې تر ۸۰ سلنه ډېر جنرالان او افسران په افغانستان کې ژوند کوي.

امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویلي، دغو جنرالانو په هېواد کې له اسلامي امارت سره د هر راز همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

په ورته مهال شیخ خالد حنفي په هېواد کې د تېرې ادارې د کارکوونکو ځورول د متعصبو کړیو تبلیغات وبلل او ویې ویل، اوس افغانستان یو خپلواک هېواد او د ټولو افغانانو لپاره د امن کور دی.

د یادونې ده، چې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وزیر په دې کتنه کې له هېواد بهر له نورو د تېرې ادارې پوځي منسوبینو او مشرانو هم غوښتنه کړې، چې هېواد ته را وګرځي او په امن کې ژوند وکړي.

تړلي موضوعات